د زلفو شپو کښې د مخ نور مه تړه
موسی ته لار د کوه طور مه تړه
وخته سوري د زندان ټول وتړه
خو لاس او پښې مې د شعور مه تړه
رام کړه ملا اوس بغاوت د جذبو
ما درته نه وېل چې منصور مه تړه ؟
زړه به پخپله مړ کړې ، ګوره ډېر یې
په زرین تار کښې د سرور مه تړه
د کوثر سیند به ټول در پرېږدو شیخه
خو بند اوبو ته د انګور مه تړه
پرېږده چې ستا د تصور انار خوري
دومره هم خیال د خپل رنځور مه تړه
ښکلي آزاد پرېږده چې زړه وړي درنه
درمله مخه د دې چور مه تړه
۱۳۸۴ / ۶ / ۲۴
پیښور