ستا غم مې نه وژني زه څه عجب سړی يمه
ذهر په لپو لپو خورمه او ژوندی يمه
يو ليواني به په هر کاڼي پسې دا غږ کوو
زه ګورې زر شيندمه زه ګورې غمی يمه
چيناره ستا د تن څومره تابوتونه اوځي
چيناره ما په ځان کې ځاې کړه ښاپيری يمه
هسې خزان خزان روان يم د وطن په دهشتو
زه که واپس راغلمه زه به پسرلی يمه
زما احساس دومره وسعت لري په لوې وجود کې
راشه د خپلو اندامونو نه پردی يمه
د خپل اولس نه مې ضمير غوښتو درويش روښانه
چا راتــــه غږ نه کوو چا وې ليـــوانئ يمه