2020-09-21
هغه ستا د ابا مينه تالا سوې
چه تندي کي دي سجدي ورته ساتلې
دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري
وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولي
پر کورورنو د بلا ساه ده ختلي
له باڼو تر ګريوانه د اوښکو کوردی
له زلمو شونډو موسکا ده کوچيدلي
پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره
د خند ا جنازه ولاړه غم لړلې
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس په ساندو کيسي وزي له کابله
چه کوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو
سور سالو يې د لمبو رنګ دي اخيستی
چه په ښکلي وه باغونه د انګورو
پر انګړ يې د پاتا کمبلي ؟اړي
پر تېر سوی دی ناورين د زورورو
ماشومان يې بلا ګاني په خوب ويني
افسانې د بريتورور، ږيره ورور
د هر پار کيسه د زوی په وينو سره ده
هره مورده پر هارونه د ناصورو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
کډي کوم وطن ته وړي دا کور خرابي
اوس به څوک اوي آواز د پر ديسانو
کوم ولات کي يې درمل ورته ليکلي
څوک به اوري فريادونه د زخميانو
څوک به غوږ نيسي ناروته دبې پلارو
څوک به وزاړي سلګۍ د يتيمانو
څوک به بيرته لو پټه د خور پر سرکي
څوک به نيسي ګرېوانونه د غازيانو
د نښتر وني جنډۍ سوې د فبرونو
لا رواني دي جوپې د شهيدانو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک له فلندره سره زاړي
اوس به څوک ليږي ميراته غزلونه
څوک به اوښکي تويوي پر مينانو
څوک به ژاړي په کيږديوکي نکلونه
کوم حميد به خط وخال کاغذ ته يوسي
يادوي به ديارانو سفرونه
څوک به اوي کرامت د ددرووشانو
څوک به ګوري پر رحمان باندي فالونه
څوک به نيسي د ديدن د ګودر لاري
له سالو سره به څوک ستاسيي اورونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک د هندوکُش سندري بولي
اوس به څوک ځي په اتڼ تر خيبرونو
اوس به څوک د ارغسان پر څپو ګرځي
څوک به ليکي قصيدې د کونړونو
څوک به بولي له آمو تر ابا سينه
غر او سمه د سرکښو اولسونو
څوک به بولي له اټکه تر مالانه
قلا ګاني د با با له ميراثونو
اوس به څوک د جلا لا ګودرته يوسي
د هلمند څخه شر نګی د امېلونو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک را يادوي تيري خبري
اوس به څوک را ويښوي زاړه نکلونه
اوس به څنګه نکچي غاړه تازه کي
اوس به څه وايې زامنو ته پلرونه
اوس به څوک د پاني پت په توره وياړي
اوس به څوک تسليموي اصفهانونه
کوم شير شاه توره ايستلې ځي سسرام ته
کوم اکبر به ورانوي د فرنګ خونه
کوم اورنګ به خپل زخمونه ويني ژاړي
کوم خوشال به لړزوي په کټ کي زړونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
کومه پېغله به غرمه د ميوند سره کي
د خپل يار له وينو څوک ايږدي خالونه
اوس به کومه تر پېکۍ ير بولدک ورسي
کومه چيغه به کي سره ساړه رګونه
کوم لاسونه به مرۍ د فاتل نيسي
څوک به راسي د ايوب سره ملګري
څوک به واچوي سندروته نومونه
څوک به تاوکړي د با با بکړۍ له سره
څوک به وران کي د ازل کښلي خطونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
نن هغه ماشه د ورور پر لور کشيږي
چي يې غړي تښتول د رستمانو
نن هغه غشي د خور ټيکري پېيلي
چه يې زړونه سوري کول د سر کښانو
نن هغه اور د اباپر مينه بل دي
چه کرلي يې لمبې پر ګُرګينانو
نن هغه توره د ورور په وينو سره ده
چه څيرلې يې سينې د غليمانو
نن هغه سالار د بل په پښو کي پروت دی
ککرۍ چه يې وهلې د بتانو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس له ګوتو د مطرب ويني را اوري
ژبي سل ځايه زخمي د شهبازونو
د سندرو سره غبر ګي واېي ساندي
د رنځورو زګيروي ځي له ربابونو
اوس به چېري د زلميو څوڼي غورځي
ګنهکاره سوه سورناږغ د ډولونو
شپې ته راغله انګولاد بلاګانو
شمع کوچ سوه د محفل له ماښامونو
د تيارو اجاره دار محتسب راغی
خپروي زړې تيارې پر خوانوزړونو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
پر ګودر در مېلمنې د بلا سترګي
نه شر نګۍ سته د پاوليو نه پايلو
پر نغمو پر زمزمو جپاو راغلی
زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو
نه محفل کي ګناهونه ياغي کېږي
نه خيام سته د توبو د ماولو
سپين لاسونه د ساقي به چيري ويشي
پريارانو شنې پيالې ډکي له مُلو
اوس به څوک رنګونه تش کي په قلم کي
څوک به ليکي دېوانونه د غزلو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس نسم راوړي خبر د تورو وځو
اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه
آفتونو پکښي کړي ځاګۍ دي
جنازو پکښي او ډلي دي کورونه
وايې نسته کجاوې شا ليا ورو ورو
پيغلي نه نيسي د اوښو پېزوانونه
اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېي
له قاصده سره نسته سلامونه
په کوذو کي يې زموږ پلونه بېګانه دي
له ا غيار سره يې کړي پيوندونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره