غزل

2020-09-21

زه لـــکـــه پـــرخــه په لویدلو کې چا نه ولیدم

لـــکــــه نـــســیـم په تیریدلو کې چا نه ولیدم

دګل په غـیږ کې مې یوه شپه په قسمت لیکلې

لـــکـــه شــبــنـــم پــــه الـــو تلو کې چا نه ولیدم

پټ له پانوسه مې رنګین کړل دسا قې لاسونه

کـــرار کـــــرار پـــــه سـوځیدلو کې چا نه ولیدم

نـــــه دشــــاعـــــر نـــه دبورا سترګو ته ونڅیدم

دغـــرونــــو ګــل وم  غوړیدلو کې چا نه ولیدم

نــــه تـــــر وربــل نه تر ګریوانه نه ترشونډو لاړم

پــــر اشـــیـــانــــه پــــه رژیــدلو کې چا نه ولیدم

خـــواږه خــوبــــونه دځوانۍ لکه څیلۍ تیریدل

دخـــیــــال مـــاڼـــــی وم نړیدلو کې چا نه ولیدم

لـــکــــه نـــفــــس چــه دعمرونو له محبسه وزې

دزولـــنـــــوپـــــه مــــا تــــولـــو کې چا نه ولیدم

لـــکـــه بیړی ګوګل مې ډک له فر يا دونو وړمه

شـــپــــه دتــــوپان وه ډوبیدلو کې چا نه ولیدم

دحــــق نــــاری مـــــې لـــــه زندانه تر یزدانه تللې

دافـــســانـــــو پــــه جــــوړولــو کې چا نه ولیدم

دجهانې په شان مې شپې کړې دیارانو سپینې

پــــه تــــــورو ورځـــــو ژړیـدلو کې چا نه ولیدم