بیا راغلی پسرلی دی
2020-09-21
بـــــــیـــــا راغـــــــلی پــــــــر وطـــــــــن دی نوبهار
بیا نسیم غوټۍ شـــــیــــنـــدلـــــي پــر گــــــــلزار
شپې ځولۍ د پرخي راوړي تر گـــــــــلونــــــــــــو
غېـــږه ډکـــــــه لــــــــه شبنم اخـــــــــلي ســـــــــهار
بیا د غــــــــرو لمنـــــــــي مستي کـــــړې شپېلیو
بیا جوړه سو له شپانه سره مــــــــــــــــالـــــــــــدار
بیا لښکر د مـــــــــــرغـــــکیـــــو دی راغــــــــــلی
بیا بــــورا گــل ته سینه سپـــــــړي پـــــه خـــــــــار
له سړو بــــــادونــــــوتـــــللي تـــــــوتـــــــکۍ دي
را ستـــنــــېــــږي چـــــــی لښــــکر لښــکر په وار
د شینکي آسمان سینه لــــــه زاڼــــــــو ښـــــکلې
غاړگۍ کی ورتـه جـــــــوړه هــــــــــــر کــــــــــــتار
له باغونو له ځنــــــــــــگلونــــــو پــــــورته کېږي
د بــلبـــــــلو تــــــرانــــــــې هـــــــــــزار هــــــــــــــزار
بـــــــیا تشــــــېــږي ډک جـــــــامـــونه د سرو میو
بیا د خم څنگ ته پراته دي تــــــــوبــــــــه گـــــــار
بیا ساقي دی له مستۍ څـــــخـه زنـــگېـــــــــږي
بیا د زړو له کلي کـــــــــــــوچ وکـــــــــړ خــــــــمار
بیا حمید په شنه پیاله کـــــــــــــي مــــــی راوړي
پر شین زړه لري د سرو شونـــډو پــــــــرهـــــــــار
بیا خوشال د پښتنو پــــــــه تـــــــورو ویــــــــاړي
غوړېــــدلی په اهــــــــاړ کــــــــــــــی لالــــــــه زار
د ســـــاقـــــــي لـــــه گـــــوتـــــو سـره بڅري اوري
له محفله عـــــقـــل کــــــوچ کــــــــوي پـــــــــه وار
له مطرب سره شهـــــبــــاز او ربـــــاب نـــــاڅـــي
له نغمو پاڅي لمبــــــــــې کـــــــــرار کـــــــــــــــرار
شیخه نن به له مستیو امــــــــــــــان غــــــــــواړې
چی زلمی ساقي راغلی دی پـــــــــــــــر ښــــــــــار
د دښتو لمني سرې دي لـــــــــه غــــــاټــــــولــــــو
ږغ د زرکــو ســــــــو را پــــــورتــــه لـــــــه کهسار
څه نارې دي څه مستۍ دي څـــــــــه آســــــــــونـه
څـــــــه سخي دی څـــــــه جنـــــډۍ ده څــــه مـــزار
گل غونډۍ تـــــــــــه ارغــــــــوان دی راوتــــــــلی
بیا یې ناوې کړه سینگار د چــــــــــاریــــــــکـــار
پر دښتونو د پېــــــــغــــلــــــوټــــــو ځـــي پلټــني
له امــــو تـــــــــــر ابـــــــاسیـــن اوکنــــــــدهــــــار
مبارک دي وي گلونـــــــــه د نـــــــــــــــارنــــجـــــو
پرې ټولېــــــــــــږي چـــــــی زلمي د ننــگرهــــــار
کلي کور ته یې د رنگ جامې اغـــــــــــوستـــــي
گل یې پوري دی په سرو پــــــــــــه چـــــــــــــنــــار
څه سندري څه چاربیتي څـــــــــــــه غـــــــــــــزلــي
څه مطرب څه ملنگ جان څــــــــــه یــــې اشعــار
د کلات پر خړه خاوره لمبــــــــــــې نــــــــاڅـــــــي
د بادام ونو سپــــــــــــړلــــــــــــی دی انــــــــــگــار
شگوفو یې له سالو دی رنگ دی اخــــــیستــی
کــــــه سالــــــو تـــــــــــــه شگــوفو کړ رنگ تیار
په لمن وهي پېغلوټي ســـــــــره گلـــــــــــونـــــــــه
په اوربل کی یـــې ټـــومبي کتـــــــــــار کتـــــــــار
سره غــــــــورځــــــکه ده پـــــه زړه د ارغنداو کی
کندهار راوړي گـــــــــــلونـــــــــــــه د انــــــــــــــــار
د نارنج او د بادام پــــــــــــه سیــــــــالــــــــي وزي
را ایستلي یې ښــــاخـــونــــــه دي گلـــــــــنــــــــار
له بېد مشکو سره ځـــــــــي کــــــاروان د مشکو
تر ختنه یې نسیــــــــــم وزي پــــــــه ښــــــــــــــکار
هره ونه یې پــــــــوښــــــــلې ده لــــــــــــــه گـــــــلو
لکه ښکلي پېغلي نه غواړي ســــــــینــــــگــــــار
در واري دي سم کوڅې د بــــــــــاتــــــورانـــــــــــو
غبرگي سترگي دي ړنــــــــدې ســـي د اغـــــــیار
په پېړیو په دې غرونو دې دښــــــــــتو کــــــــــي
سول لښکر د میرڅمنو تــــــــار پـــــــــــه تـــــــــار
نه په برخه یې سپرلی ســـــــــــو نـــــــه گــــــلونــه
نـــــه یــــوه شېبه چـــــــــا کــــــــــــړی دی قــــــــرار
دا وطــــــــــن پــــــه قــــــــــوالــــــــــه دی د زمریو
په میراث یې پـــســـرلــــــي وړي لـــــه پـــــــــلار
ما ویل چی بیا به دلــــتــه پــــــــــسرلــــــــــی وي
بیا به رنـــگ د گـــــــــلو نــــــــــــه راکـــــــــوي لار
له خیبره تــــــــــــر مــــــــــالانـــه بــــه وطــــــن وي
له پنجشېره تــــــــــــر هلمنـــــــــده کور د یــــــــار
غر او سمه هره لوېشت به یـــــوکـــــــــــــهول وي
راته زېری دی راوړی نـــــــــــــــن رویــــــــــــبـــــار
وایـــــی ږغ دی د سورنــــــــــــا او د ډولـــــونـــــو
کجاوې دي چــــی راځـــــي پر اوښـــــــــو بــــــــار
په یـــوه نــــــــــاره اتـــــــــڼ تــــــــــــه دي وتـــــــلي
ځوان بـــــــــوډا یــــــــــې گــــل ټومبلي پر دستار
د ښایستو پېغلانو شـــــــرنگ دی په دښتوکی
پر اوربل یې دي بوتکۍ پـــــــــه غــــــــاړه هــــار
له باغو راځــــــــي نــــغـــمې د چــــڼــــچــــڼـــیـــو
له ویالو راځــــي ږغـــــــونــــــــــــه د آبـــــــشـــــار
له گورم سره نـــــــــــارې د گــــــــــوروانــــــــانــــو
د آسونو له پښو پــــــــورتــــــــــــه دی غــــــــــبار
ږغ راځـــــي د شهیـــــــدانــــــو لـــــه جــــنـــډیـــو
مبـــــــارک دي وي نـــعـــمـــت د کـــــردگــــــــــار
زموږ د وینو برکت دی چی ســــــــــپرلـــــــی دی
تر وطن موکړل زلمي ســـــــــرونــــــــــــه جــــــــار
اوس یې وساتۍ زلمیو بـــــــــوډاگــــــــــــــانــــو
هم په وینو هم په مټو هــــــــم پـــــــــــه زیـــــــــــار
هري لوېشتي یې له وینو رنــــــــــگ اخیـــستی
لــــه ښـــــارگــــــــه د غـــــــــــازي او د ســـــــــالار
مخ بـــــــه تـــــــور وي د خــــــزان په دې وطن کي
کـــه پیدا مو مشــــــــران کړل ایـــــــــمانـــــــــدار
هېر یـــــــې نـــــه کـــــی ســـــــره زخمونه د زلمیو
پر دې مځـــــکه د چــــــــا نــــــــه ســــــی منت بار
د دې خاوري یــــــــو څښتن دی یـــــــو مــلت دی
چی پردي نه کـــــړی د خپــــــل قسمت واکــــدار
دې وطن کی چی اوسېــــږي یــو افـــــغـــــان دی
نـــه غــــلام پکښي پیدا دی نــــــــــــه بــــــــــادار
چـــــی یـــــــــې بېل گڼي دښمن دی د دې خاوري
یا یې بولۍ لېـــــــــــونـــــــی ، نــــــه دی هوښیار
مبارک مـــــــــو پسرلـــــــــــی ســــــه افـغانـــانــو
تـــــــر قیـــــامتـــــــه دي ژونـــــــدی وي دا بــهار
څو چي ستوري د آسمان پـــــــر سینــــه ښکاري
چی زمان وي چی لا لمـــــــــر کــــــــــوي رفــــتار
د افغان اولس بیـــــــــــرغ بــــــــــه لا رپــــــېــــږي
لا بــــــه ســـــــرې سکـــــــــروټـي پاشي پر اغیار
قصیدې د جهاني بـــــــــــــه ویـــــــــل کـېـــــــــږی
پر ســــــــــخی، پــــــــر گل غونډۍ ،پر شالمار.
٢٠٠٥-١٥-٢
ویرجینیا