ته د افــــــــغــــــــان ولــــــس دهــــــــــرې هــــېــــلــې ســــر ته ولاړ
تــــــــه ئـــــــــې پـــــــــه خــــــــوب او هم په ویښه ئې نظر ته ولاړ
تـــــــــه ئـــــــــې دهـــــــــر قــــــدم مـــــلــــګـــــرې او د هر نفس یار
تــــــــــــه ئې پــــنــــځـــــه وخـــتـــــه دورانــــې خونې ور ته ولاړ
تـــــــــه ئـــــــې دتــــــورو شـــپـوپه زړه کې خپکۍ ئې د خـوب
تـــــــــه ئــــــې مـــــــدام لکه بـــــلاغوندي ســــحــــرتـــــــــه ولاړ
تــــــــــــه مــــــــــې تــــــعـــبـــیر ئې د خوبونو ، ترجمان ئې ماته
خــــــــــزانــــه دغـــــه دې ده مــــېــــنــــه تــــــه مېزبان ئې ماته
تـــــــــه ئـــــې بــــــــهـــارکــــــې دغــوټېو خندا ګانو کې پروت
تـــــــه دګـــــلــــــــــونــــــــو په عطرونو ، ښکلا ګانو کې پروت
تــــــــه د نـــــودو پــه حــــــــرکـــــــت او خوځېدو باندي ښکېل
تــــــــه ئـــــــــې د پـــــاڼــــوپه ځلااو نواګانوګانو کې پــــروت
تــــــــه د هــــــر بـــــوټــــــي پــــــه ریـــښه او په تنه باندي سپور
تـــــه ئـــــې دهــــرې ونـــــــې تــــــــــن او پـه ساه ګانوکې پروت
تـــــه یو رښتین ، ژوندی تصویر د خــــــــړ افـــغـــــان ئې ماته
خـــــــــــــزانــــــــه ! دغــــــه دې ده مــــېـــنـــه ،ته ميزبان ئې ماته
د تــــنــــکـــۍ پــــــيـــغــــلې په بارخو او سترګو ته ښکاریږی
دنــــــــوي ځــــــــــوان پــــــــه انــــنــــګــواو بریتو ته ښکاریږی
د هــــــــر افـــــغــــــان وجــــــــــود ته ته دخپل سینګار ورکوی
قـــــد کــــې ئـــــــــــــې ته ، څيره کې ته او په تلو ته ښکاریږی
تـــــه ئـــــې خــــنــــــدا او په خوښۍ کــــې لـــکــــــه لمر ځلیږی
د غـــــم پـــــــه ســـوز ، په اوښکوته او ساندو ته ښکاریږی
تـــــه لـــــه وفـــــــــا نــــــــــه ډک مـــــلــــګــــری دافغان ئې ماته
خــزانه !دغـــــــــه دې ده مــــــــېــــنـــــه تـــــــه مېــــزبان ئې ماته
دلـــتــــه لا پـــــاڼــــــــه شــــیـــــن پـــنډک وي چې زیړیږي له تا
ګــــــل لا غــــــوټــــــــــــۍ وي چـــــــــې له ویرې نه لرزیږي له تا
دلــــتــــه پــــــــه پـــــــرخـه کې هم ستا دوجود نخښه ښکاری
شنـــــیـــلــــئ غـــــــوړیږي نه لـــــــه ځمکې ، چې ویریږي له تا
بــــــــــاران ، اوبـــــــــه او وریــــځـــــې دلـــتـــه خرابي راولي
څاڅـــکـــــې ، ذرې ، هـــــــــلــته ويدي او یا پاڅــیږي له تا
پسرلی وی نورو ته، خو تـــــــــــه رښـــتــــیــن جانان ئې ماته
خـــــــــزانـــــــــــــــــه ! دغــــــــه دې ده مېنه ته مېزبان ئې ماته