یوه ملـــــــک کـــــی هستوگــــــن چېرته لوی خان و
خان لا څه چی پـــه تــــربـــــرونــــو کــــی ســــلطان و
په سل گـــــونـــو یې جــــــــوړ کــــــــړی وه بـــاغــونه
بهېدل یــــــــې پـــــه شــنـــو ځـــمکــو کی سیندونه
ډېـــــــر شـــــــوقـــــــی و د ښکارونـــــو د بــــــازانـــو
په بــــازانـــو کی پـــــــاچـــــــا و د سیــــــــــالانــــــــو
ډلـــــــی ډلـــــــــی یــــــــې درلــــــودې د مـــرغــانـــو
د کـــــــــــوتــــــــرو د سیسیو د چــــــــرگـــــــــانــــــــو
یــــــــــوه ورځ د چـــــــــــرگ او باز سره جرگه ســــــوه
د جـــــرگــــــــې خبــــــــــر کـــــرار کــــرار تــــرخه سوه
کلــنـگی چــــــرگ تــــــــه بـــــاز وویـــــــل مــــغروره
کبــــــــرجـــــنـــــــه بـــــــې وفـــــایــــې لـــکه تــــــــوره
لـــــــه سهاره تـــــر مـــاښـامه په نس مــــــــوړ یـــــــې
پر بامونو باندی گرځې پـــــــه زړه ســــــــــوړ یــــــې
کـــــــــــرۍ ورځ درتــــــــــه رسېـــــــږی نـــعمتـــونـــــه
د جـــــــوارو درتــــــه ډک دی گــــــــودامـــــــــونــــــه
نــــــــه مــــــــــــــی وږی یــــــوه ورځ یـــــې تـــه لیدلی
نـــــــه پــــــــه کـــــــــــار پسی بـــــادار یــــې استولی
نه له تــــــــــا کـــوی څـــــــــــوک تمه د کـــــارونــــــــو
نـــه وزر لـــرې د لـــــــویــــــــــــو پــــــــــــروازونـــــــو
ورځ دی تېره پــــــــه خــــــــــوښـۍ سی په سیـلونــــو
د مستیه بــــــــــاســـــې زور تـــــــر آذانــــــــونـــــــــو
خو چی کله نــــوکـــــر ځــــغلـــــــی چــــرگــــان نیسی
دوی دوې خپلی کړی دوې پور کړی دوې رانــیسی
کـه کمکی دی کـــه لـــویـــان دی پـــــه نـــــاروســــی
څــــــوک پــــــه منـډو سی څوک پورته پر بامو سی
ته هم گډ سې په ټــــــــولـــــــــۍ کــــی د چــــرگـــانـو
خلاصوې یې پـــــه ځغستا لــــه انـــسانــــــــانـــــــو
زه چی بــــاز یـم خـــــــدای را کـــــــړی شهـــپــــرونــه
تر یاغی وزر مـــــــــی لانـــــــــدی دی لـــــوی غرونه
د اسمـــــان پــــــر لـــــــور کـــــــــومـــــــه پروازونـــــه
کښته ویــــــــنم سمنــــــــدر خــــــــــونــــــی مــوجونه
له هیبته می پر مځکه مــــــــرغـــــــــان ورک ســـــی
په سینه کــــــی د اسمان تیـــــت او پــــــرک ســــــی
له مشوکی لــــــــــه منــــــگولـــــی می لــــړزېــــــږی
د سرو سترگـــــــو لــــــه هیــبــته می بـــــېــــرېــــــږی
زه راوړم له هسکو غــــرو څـــخه ښـــــــــکــارونــــــه
زما له وهمه په هوا کــــــــی چـــــــــــــوی زړونــــــــه
خو چی کله می بــادار وبــــــولــــــــی ځــــــــانـــــتــــه
له اسمانه یې را لــــــــــوېــــــږمـــــه گـــــرېــــوان تــه
یا یې کښېنم پر اوږو یــــــا پــــــــــر لاســـــــونــــــــــو
منتظر د اشــــــــــــارو یــــــــــــــــم د امــــــــــرونـــــــــو
کلــــنگی چــــــرگ ویـــــل غــــــــــــوږ ونیسه بــــــازه
زه اوتــــــــــــه دواړه مــــــــرغــــــــان دواړه هــــمرازه
ستــــــا خــــــــبری د شهپر مــــــی اورېـــــــــدلـــــــــی
د تېره منـــــــــگول کیـــــــسې مــــــــی دی مـــنـــــلی
مگــــــر تاکله پـوخ کـــــــــړی بــــاز لیــــــدلـــــــــــــی
تــــــا کبــــــاب دی د بـــــــــــازانـــــــو اورېــــــدلـــــی
کله باز دی چـــــــــا خـــــــــــوراک لـــــــــــره وژلـــــــی
تا لیدلی دی په سیــخ چــــــــېرتــــــــــه پـــېـــیــــــلی
زما په مخ کی زما چـــــــــرگــــــــــوړی حـلالېــــــږی
زه یې وینــــــم زمـــــا همــــــزولـــــــی کبـــــابـــېـــږی
چــــی د خـــــان پـــــه کور کی ږغ د مېلمستیا ســــی
د چــــــرگــــــانو پــــه کــــــور گــــــډه واویــــــلا سی
هر یو چـــــــــرگ خپــــله چــــــاړه ویــنی اوبو کـــــــی
د سینې ورنونو غــــوښـــــــی پـــــــه دېــــــگو کــــی
د جوار چی موږ تـــــــه ډک لــــــــــــری لاســـــــــــونــه
زموږ پر غوښو هره شپـــــــه بـــــــــاســـــــــی ټېغونه
او چی تــــــا کـــــــــړې د شهــــــپر لاپــــــی آغـــــازی
نو درواخله دا یـــــو څــــــــــو خبــــــــــــری ســــــــازی
ته ښاغلی یې په کــــــــــــور کـــــــــی د خـــــانــانــــــو
چی په ښکار وزې د خپلو همـــــــنــوعــــــــانــــــــــــو
ځان پاچا گڼې په کـــــور کی د مــــــــرغـــــــــانــــــــو
خو په لاس کی یې غـــــــــلام د انسانــــــــــانــــــــــــو
تر هغو به یې خــــــــانـــــــــانـــــــــــــو تـــــــــــه منـــلی
چی د ښکار له زوره نه یې لا لـــــــــــوېــــــــــــدلـــی
چی تېـره دی وی منــــــگول تېــــــز دی شهـــــپر وی
په اسمـــــــــــان او سمنـــــــــدر کــی دی لاس بر وی
یوه ورځ چی دی منـــــــــگول کــــی ختم زور ســــــی
په هغه ورځ بـــــــه دی ژونـــد درته پېــــغــــــور سی
یو کـــــــم اصـــــل درته وایی بــــــــل بـــــــد ذاتـــــــــه
د ناز کــــور به دی ســــــــی بـــــــل ظالم پـــــــاتـــــــه
چی تر تـــــــــا پــــه زړه کی سخت او گـــــړنـــدی وی
په نیولو او څـــــیـــــرلــــــــــو کـــــــــی زمـــــــری وی
لټوی چـــی غــــــر اوسمــــه لانـــــــــدی بــــــانــــــدی
په منگول څیری نسونـــــه وروستـــــــه وړانـــــــدی
ستــــا پــــه شـــان به هغه هم اخــــتـــه پـه ښکار وی
نـــــــا زولـــی بــــــه د میـــــــــــر او د بـــــــــــادار وی
ته به یې هېـــــــــــر یـــــــې د بــــــــادار د نــوکـرانـــــو
مسخره بــــه یــــــې د ډ لــــــی د چـــــــرگـــــــانــــــــو
٢٠٠٠-١٨-٨
ویرجینیا