عدالت

2020-09-21

پخوانیو زمانو کی یو هیواد وو
په مابین کی د لویو غرونو کي آباد وو
غرونه ډک له جواهرو له لعلونو
هم د سرو او هم  د سپینو له کانونو
بهېدل یې په لمن کی لوی سیندونه
خدای ورکړي وه دښتونه شنه باغونه
په ښارونو کی د هر څه ارزاني وه
پر مخلوق  د نعمتونو پرېماني وه
له ملکونو به راتلل ورته مالونه
د ورېښمو پکښی تلله کاروانونه
سترگي سرې وې ورته تل د دښمنانو
هره ورځ به وې حملې د گاونډیانو
لا یو جنگ به نه وو سوړ   بل به لښکروو
د یوې حملې به پای د بلی سر وو
دوه آفته یې نازل وه پر قومونو
سرچینه یې وه د ټولو پرهارونو
ځغلېدله به  زده کړي له تعلیمه
لکه ماته چی څوک وکړی له غلیمه
بل یې نه وو اتفاق په ټول وطن کی
چی یو تن مخي ته  جوړ د خپل دښمن کي
غولېدل به تل په ټونگ د رقیبانو
بلوسېدله به پر مېنه  د خپلوانو
په وطن کی چی یې هر څه مشران وه
یو د بل د وینو تږي غلیمان وه
د ړانده اولس په مېنه پاچهان وه
ټول غمونه یې تر شا په غم د ځان وه
د لېوانو غوندي سرې خولې او منگولي
یا به خپلو یا د بل وینو لړلي
چی په هر ځای کی حاکم یا صوبه دار وو
پړسېدلی لکه خوگ په غوښو بار وو
حاکمان  ټوله په زړو کی سره مله وه
په وطن کی یو د بل په مرسته غله وه
په کورونو کی یې خښتي وې د زرو
لپي لپي د الماسو جواهرو
په وطن کی یې پاچا د غلو سلطان وو
یو آفت وو نازل سوی له آسمان وو
په ښکاره پر اولسونو مهربان وو
پټ د خپلو حاکمانو نگهبان وو
ور معلوم وو هر کردار د ظالمانو
ور څرگندي وې ټولۍ د قاتلانو
نه یې لنډ کړله لاسونه د بدانو
نه یې واورېدل عرضونه د خوارانو
نه یې بېره وه له خدای نه له عذابه
نه له ورځي  د حساب  او له کتابه
په  دا منځ کی یو حاکم  له حاکمانو
چی ملگری وو د غلو داړه مارانو
په زړه سخت و تر پړانگانو تر لېوانو
ور تریخ کړی یې ژوندون  وو د ښاریانو
یاغی سوی وو   یو وخت له شهریاره
فراري سو تښتېدلی وو له ښاره
اردلیانو د حاکم ورور وو نیولی
لاس تړلی یې له کوره را ایستلی
د حاکم ورور یې حاضر کړ په دربار کي
په حضور د مهربانه شهریار کي
د حاکم د ورور نارې سوې شر او شور سو
چی خبر یې له فریاده کلی کور سو
ویل خدایه څه گناه  څه می تادا ده
زما له لاس څخه ختلې څه خطا ده
شهریار ویل ته اوس هم خبر نه یې
لا خبر دي  د گناه په اثر نه یې
د یاغی او د قاتل حاکم چی ورور یې
دغه بس ده چی خپل قام لره  پېغور یې
له یوې موره چی څوک وي زېږېدلي
په گناه وي همېشه شریک راغلي
د حاکم  د ورور نارې سوې ویل خدایه
ته پوهېږې  بېگناه یمه له ځایه
نه پلار والی نه ورور والی په اختیار دي
دا کارونه اسماني د کردگار دي
چی په وینو یې لړلي دي لاسونه
چی د خلکو یې چور کړي دي کورونه
تباه کړي چی یې کلي او ښارونه
چی له څېلمي یې وژلي اولسونه
هغوی سرې سترگي په ښار کی حاکمان دي
سلامي ورته پوځونه د سلطان دي
بې گناه دلته  وگړي قصاصېږي
بې گناه د بل په تور دار ته کشېږي
پاچا وویل بېشکه گناه کار یې
ته د سختو سزاگانو سزا وار یې
چی هم ورو  یې د یاغي پر دې برسېره
لا دي ژبه ده  اوږده له حده تېره
تاته ښایی سیاه چالونه  زندانونه
ستا د ژبي دي په کار تېره تېغونه
چی عبرت سي په وطن کی د ښاریانو
د یاغیانو قاتلانو د خپلوانو
بېگناه د جلادانو تر تېغ تېر سو
د پاچا او له درباره څخه هېر سو
د پاچا د عدالت کېدې خبری
مطربانو ورته غبرگي کړې سندري
 شاعرانو ورته جوړي قصیدې کړې
له کیسو یې ربابونو  نغمې سرې کړې
یو له  بله چی دښمن سي اولسونه
ورانوي د یوه بل د ابا خونه
چی پر کور یې غوړېدلی جهالت وي
په نصیب به یې همداسي عدالت وي
هی توبه د هغه قام له بدمرغیو
چی قسمت یې سي په لاس  د گاونډیو
قتلوي په یوه بل تربور قومونه
ځغلوي یې په میراث پاته مالونه.
٢٠٠۴-۴-٩
ویرجینیا