نُور د حُسن هر سحر سپینې سپيدې په چاوديدو كړي
هم مې سوز کړي هم مې ساز کړي هم سجدې په قبليدو كړي
هرکلام يې د اوږدې لارې پیلومې ته دعا شی
تریخ اوقات یې ټولې کړیې څو وعدې په ماتيدو كړي
خوني سترګې راته برګې کړي دلبر چې په غوسه شي
ساړه آه ته سُور محشر، وينې تودې په توييدو كړي
ډک کچکول د امیدونو یې د پښو خاورو ته وروړم
لیونۍ هیلې مې سترګې را لمدې په ژړیدو کړې
سر د عقل یې چې کوز د لیوني ګریوان په لور شي
څاه د مینې یی څو وچې كروندې په شنو کیدو کړي
د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې دوولسمه/ کابل