څومره لنډه فاصله وه څومره ته رانه پناه وې
څومره زړه ته رانژدې وې څومره ليرې له نگاه وې
ساه وتلې وه له تنه ستا کتو ته راژوندۍ شوم
دوباره ژوند چې خدای راكړ ته مې څلی د بقا وې
له مُلا وم ترییدلی نه په وعظ او نصیحت وم
تا پسى وم دريدلې چې لايق د اقتدأ وې
«ها حسین درد درنه غواړم چې زه غیږه ورنه تاو کړم»
ته طلسم د زمان شوې چې مې درد او هم دوا وې
دا ژوندون رانه خپه وی، چې دې کله خپه ګورم
زه له ژونده هم خپه وم چې له مانه ته جلا وې
د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې لسمه نیټه