غزل

2020-09-21

تاته دعا جانانه  ځانته به ښېرې کومه

سپېڅلي مرګ ته به د ستړي ژوند کيسې کومه

دا ستا لپاره مې د هر دله زړګى ساتلى
ځان سره ژاړمه دزړه په غوښو شپې کومه

ما يې پخپله د زړګي شيشه ور ورانه کړله
په کومو سترګو به له خپل جانان ګيلې کومه

ستا اندېښنو کړم لېونى ځکه خو ځان وهمه
تر کومه وخت به په ځان دغه نخرې کومه

دا زړه مې نه دى؟ دا راتنګ شو خلکه
اول تلاش ته بيا مې خپل ځان ته ښېرې کومه

جلال اباد – صفا راډيو
١٣٩٠-٥-١٧