زما د زړه درزا به نه اورې
خو
دومره مې ولوله او
وامې وره چې
په زړه نري،نري دردونه
په لاس کې ستا د نوم حرفونه لرم
ستا به په دې باندې باور ونه شي
چې زه دې څومره لېونى يمه
مجنون دې يمه
جنون مې دې ته رسېدلى دى چې
ستا په ژړا مې سترګې نه غړيږي
ستا په وفا مې سترګې نه رپېږي
ولې چې نور مې
په ژړانده سترګو کې نم نه دى پاتې
خو بيا هم
دا زړه مې دومره ګواهي ورکوي
چې ستا به اوس هم په ما شک وي
چې زه دې
له مينې نه انکار کومه
پام کوه! دا شک کله هم مه کوه!!
شک کې ايمان ته زيان رسېږي او جانان ته دې هم
ځکه چې شک کې به ګناه يوسې له ځانه سره
ظلم به وکړې،له خپل ځان او له ايمانه سره
صفا راډيو –جلال اباد
١٣٩٠-١-١١ د مازديګر څلور بجې او لس دقيقې