ښايي چې هېر دې کړمه
2020-09-21
ښايې چې هېر دې کړمه
ښه دې وکړل
مرګ دې راکړ
هسې د ژوند په دې بيديا کې درته
لکه د خړ ګلاب
په څېر پروت يم
ته خو دردمنه وې
خو زه هم
ستا لپاره
د ژوند په څکه باندې پوه نه شوم
مادې خفګان ته خوشالي راوړه
خو تا تر ستونې زندګي راوړه
ته !
د زړه په للمه رانه تېره شولې
دبل په دښته کې غاټول غوندې شوي
بس ګناهګار يمه بخښنه غواړم
چې دومره مينه
مې درکړې درته
دا به زما ګنا وه
چې ما دې زړه ته هرکلى ويلى
ته مې د ژوند په دې
وروستي فصل کې
لکه د کاڼي
د يوې کرښې په څېر
د يوې څړيکې په څېر
په زړه کې تېره شولې
خدايه توبه توبه کومه وايم
زه ګناهګار يم
ځکه
چې ما د خپل زړه عبادت کړى دى
خو
که اوس ژوندى يمه زه
نوبې له تا ژوندى يم
هسې کالبوت غوندې يم
خو که کالبوت هم يمه
خو بې وفا نه يمه
ګرانې نو دامې واوره !
د غه ټپه مې درنه هېره نه شي
ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم
زه بې وفا نه يم چې تا به هېرومه
جلال اباد
١٣٨٩- ٣-٢٨ صفا راډيو