رفيع الله روشن ته
2020-09-21
هغه دې اوس هم لا په تمه ناسته
په ښېرو نه په دعاګانو باندې
د زړه تسل وينځي
ستا په نامه د ګردې نړۍ
له هر ښايست تېره ښکلا تېره ده
وهم يې نه نيسي خو زړه يې نرى
لکه د پياز پردې ته ورته نرى
تا يادوي پر تا سلګۍ غوړوي
ستا په نامه دزړه اثر غورځوي
دا يې هم هېر دي چې
يې مور ده هلته پلار يې هلته
يوڅوک يې شته د زړه فنګار يې هلته
ته ولې داسې بې اسرې ګرځېږې؟
پام هغه ستا ده ته يې مه هېروه
اوس د زړه هر اغزى ګلان نيسي
مينه راپاڅي کفرستان نيسي
اغزي چې ونه لرې ګل نه لرې
خو
ته دا مه وايه چې ته يې هېر يې
ته يې په دښته کې ګلاب په څېر يې
ستا له تندي ځېنې الهام اخلي
ستا له نظر د مينې جام اخلي
هغه په تمه چې به بېرته راځي
د بې پيوند زړګي کوشېر ته راځي
هو
زما روشن هم دا سې نه وايي
چې نه يې پېژنم او نه هم ورته
داسې ويلى شم چې تاخوبس
يوازې يوځلې ليدلى يمه لوستى يمه
وايي چې څنګه وکړم، څه به کېږي؟
يو څو پوښتنې مې له زړه نه کېږي
زړه مې بېواکه سپاهي منډې وهي
پر چا يې نه سترګې خوږې شوې ياره
اوس مې دنيا نه تمې پرې شوې ياره
ډېر دې خفه کړلم پر هغه ايميل
چې دې په هر توري کې غږ راته
ته به وې ته يې مخامخ ولاړه
زړګې مې دورمره ګواهي ورکوي
چې کله تا ليکلو
تا به هم ډېر ورته ژړلي وي
ستا د ميينې مينې هرې نغمې
په دغو تورې کې خندلي دي
ما هم دا فکر کاوه
چې
دې د زړه په ائينه کې بل تصوير نه شته
ستا د دې ورکو خوبو، زما په شانتې بل تعبير نه شته
ستا له وصاله دومره وخت تېر شو
لکه يوخوب په يوه خيال کې راتلل
په ناجوابه ترانو سر يم
په ويښه ژاړم په سلګو سر يم
داسې مې زړه درپسې وژاړي
لکه ماشوم چې مور ته وژاړي
پوهېږم ته مې هېرولى نه شې
او زما زړه هم داسې نه غواړي
خو
ستا حالات له مابدل ښکاري
ته اوس د بل په چاپېريال کې ګرځې
د بل د خونې اندېښنې ژاړې
هغه ځايونه دي کرکجن زړه ته
راځه نور راشه خپل غمجن زړه ته
بس چې ته راشې هر څه سم دي دلته
بې له تا نورغمونه کم دي دلته
ته له ما لرې دومره
لکه سپوږمۍ نه چا انسان لرې دى
خو نږدې هله شي، چې خپله يو شي
او دغه زړونه بې خلله يوشي
ستا روشن ستا دې ستا په تمه ناست دى
لکه پتنګ په شان په شمه ناست دى
د تلاش هره دعا زړه نه کېږي
څه له قرآن څه له لمانځه نه کېږي
1390/7/6
صفا راډيو – جلال اباد