نظم

2021-04-27

دا سړک، دغه بازار، دغه کوڅه او دغه لاره 

زما ذهن ته يو څوک ولې راځي پکې باداره ؟

چې سهار روزګار ته ځمه، يا ماښام راځم له کاره

هغه یاد مې وي ملګری چې يې ژوند کوم لپاره 

 

هغه سترګې مې يادېږي چې مې بېل ساتي له نورو

هغه سترګې چې رڼا يې نه د لمر وه نه د ستورو

ناقرار مې ساتي اوس هم، قسم خورم په دغو تورو

سوچ مې واخلي پسې خور شم لکه باد په شپږو لورو

 

حافظه مې دې شی ورکه چې يو يو پکې خوندي دي

تصويرونه د ځایونو، که شيبې د ملاقات دي 

که وعدې دي چا راکړې، يا بل څه لکه سوغات دي

هېڅ بې هېڅه رايادېږي چې دا څرنګه حالات دي

 

خپل خوبونه مې تر اوسه راته ياد ټکي په ټکي 

ژوند کتاب دی، خو بې تا مې کړ برباد ټکي په ټکي

هغه ټول غمونه شته دي نه زيات شوي نه کم شوي

څوک خپه راسره اوسي او څوک ښاد ټکي په ټکي

 

بس همدا مې زندګي ده ته پخپله نوم پرې کېږده

يو موټ تکې تورې خاورې، لږ ايره دې ده په مخکې 

ارمانونه مې قبرونه، هديره دې ده په مخکې 

ورته ګورې او کنه خو منظره دې ده په مخکې 

د لړم ۱۳مه، ۱۳۹۸ کال