انتظار

2021-04-27

د اورګاډي غږ له لري را رسېږي

زه پټلۍ ته دوه درې ګامه نژدې ناست يم

دا ده ورځ مې مازيګر ته نژدې کړې

له غرمې نه په دوو تلو دلې ناست یم

 

په دې دښته کې بل غږ اورېدای نه شې

که وي باد دی او يا غږ ددې ماشين دی 

مخکې لويه ويړه دښته مې شاهده

پر سر درد، سترګې مې ډکې، زړه مې شين دی

 

زړه مې غواړي چې اورګاډی رانژدې شي

زه ورټوپ کړم، دنيا ټوله شاته پرېږدم 

دغه سر چې لايق ستا د څنګل نه و

د اورګاډي پر پټلۍ باندې يې کېږدم 

 

وارخطا يمه تصميم نيولای نه شم

زړه نا زړه یم وایم اوس به نو څه کېږي؟

ځان راټول کړمه که ځان کړمه ترې لاندې؟

څو ثانيو کې به اورګاډی را رسېږي

نا څاپي ذهن ته راشي يوه خبره 

داسې شم ته وا له خوبه را ويښېږم

سوچ کوم چې که زه نه یم څوک مې څه کړي؟

خو زما په مرګ هم زه تاواني کېږم

 

زړه کې وايم نهيلي هم په کار نه ده 

داسې ژر ولې کيسه يوسمه پای ته 

شپږم حس مې راته وايي يوه ورځ به

چې مې زړه غواړي رسېږم هغه ځای ته

 

زه په سوچ کې يم اورګاډی را نه تېر شي

څو شيبې يې اورم غږ وروسته پناه شي 

دواړه لاس کېږدم پر دواړو ځنګنونو

بيا را پاڅېږم ارام، تېره مې ساه شي 

 

بيرته ډک زړه په کوڅو د ښار را ګډ شم

شاته هر څه لکه خوب راته ښکارېږي

ستړي ژوند ته غاړه ورکړم، او هميمه

مينتوب مې لېونتوب راته ښکارېږي

 

د چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۸ کال، کابل