نظم

2021-04-27

عجيبه غوندې کانې راباندې کېږي

حافظه مې ده بايللې په يارۍ کې

کله کله مې عينکې وي پر سترګو

مګر زه ورپسې ګرځم المارۍ کې 

 

عجيبه غوندې کانې راباندې کېږي 

کله کله را نه خپل نوم اشتباه شي

سلامت دې وي ملګري چې ساکت وي

خو زما پخپله ځانته خندا راشي

 

عجيبه غوندې کانې را باندې کېږي

اندېښنې د زړه مې دومره زياتې شوې

دروازه بنده کړم، بيا بيا پرې ورګرځم

وايم هسې نه، وي خلاصه پاتې شوې

 

د خبرو تسلسل مې خراب شوی 

په کاغذ ليکلی خط لوستلی نه شم

راته خپله څېره بل رنګه ښکارېږي

ائينه کې ځانته سم کتلی نه شم

 

کله کله مې ژور سوچونه يوسي

دا مې هېر شي چې ته چېرته يې زه چېرته

تا پسې يمه يوه داسې ځای ته تللی 

چې د ځان پر لور مې زړه نه راځي بېرته

 

کله کله مې په زړه دومره بار پروت وي

لکه چا چې وي لوی غر ورباندې ايښی 

کله کله مې دا ښۍ اوږه درنه سي

داسې وي ته وا تا سر ور باندې ايښی

د مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۷ کال، کابل