سمسور
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
لټون
کورپاڼه
زمونږ هدف
زمونږ همکاران
خبرونه
کتابتون
نقد
کلتور او ادبیات
ادبي لیکنې
پښتو ژبه او ادب
افغاني شعرونه
لنډی کیسې
هنري مالومات
ادبی ټوټي
روغتیا
د ماشومانو لپاره
غږیز
لنډی کیسې
شعرونه
موسیقي
کتابونه
لیکنې
اسلامې لیکنې
سیاسي او ټولنیزې لیکنې
کره کتنه څېړنه
تاریخي لیکنې
فیسبوک
مرکې
ادبې مرکې
مرکې په غږ کې
ویډیوګانې
خبرتیاوې ګزارشونه
انځورونه
مونږ سره اړیکې
غزل
2021-04-27
خلک يې نه مني مګر رښتيا خو دا دي چې دي
زموږ تر منځ اوس فاصلې بې انتها دي چې دي
غميزه دا ده چې يې زه له برکته محروم
اورم لاسونه دې اوس هم د مسيحا دي چې دي
د یاد متروکې جزيرې ته دې څوک ځي درپسې؟
پر هغې لار پراته پلونه تش زما دي چې دي
تر خپله ځان مې پر دوی باندې زړه ډېر خوږېږي
زما غمونه هم زما غوندې تنها دي چې دي
يوازې زه او ته چې سا اخلو هم مينه کوو
نور چې هر ځای لاړ شې خبرې د دنيا دي چې دي
ديدن په حرص غواړي او مينه کې افراط کړي هميم
ځينې کارونه يې لا اوس هم د ملا دي چې دي
د تلې ۳۰مه، ۱۳۹۸ کال کابل
د ښاغلي حفیظ همیم شعرونه - نور
1. غزل
2. نظم
3. غزل
4. غزل
5. غزل
6. انتظار
7. وطن
8. غزل
9. عکس
10. غزل
11. غزل
12. نظم
13. غزل
14. ډک زړه
15. غزل
16. غزل
17. غزل
18. غزل
19. د ډبرې عصر
20. غزل