غزل

2021-04-27

ضرورت څخه هم زياته په جذبه به مې کوله 

خپلې مينې ته حيران يم عجيبه به مې کوله 

 

زه چې سوچ په زندګي کوم بس دومره شم ويلای

که ستا لاس مې وای په لاس کې څومره ښه به مې کوله

 

هر يو توری ستا د ډاډ او تسلي لکه دېوال و 

چې به ستړی کړمه ژوند ورته تکيه به مې کوله 

 

زه ناوخته شوم خبر چې لېونی بللم خلکو 

بس په دې چې به ژړا راغله ښکاره به مې کوله 

 

چې به ته کله را نغلې خوب محال و چې دې راشي

شوې مې تېرې هغه شپې چې دا نشه به مې کوله 

 

ځان پوښتمه هره ورځ که هميم نه وای په دې ښار کې 

عاشقي به مې کوله او که نه به مې کوله 

د کب څلورمه، ۱۳۹۷ کال، کابل