ډک زړه

2021-04-27

دا ډېر عمر مې زړه تنګ و

دا ډېر عمر داسې ومه 

لکه ورک چې را نه څه وي

او يا چا ته يم په تمه

 

دا ډېر عمر مې زړه ډک و

د ژړا پلمه مې غوښته

يا د ورځې يا د شپې شم

لږ تنها، پلمه مې غوښته

 

دا ډېر عمر منتظر وم

چې خبرې ته به راشې

را نه و به پوښتې ولې

زړه دې تنګ وي چې تنها شې

 

دا ډېر عمر مې زړه غوښتل 

ما وې ښه به درته ژړام

درته زړه به تشومه 

او له زړه به درته ژاړم 

 

دا ډېر عمر مې ولاړې 

اوښکې سترګو کې ساتلې

منتظر وم چې يې توی کړم

ستا پښو ته غلې غلې 

 

کمزوري مې در اظهار کړم

درته ووايم په نره 

ژوند بې تا کولای نه شم

ګوره ته دې يې خبره

 

که مې پرېږدې که مې هېر کړې

خو له ما نه، نه هېرېږې

زه هغسې لېونی یم 

ته مې هغسې يادېږې 

 

دا مې اوښکې دي، دا زه يم

دا مې درد دی، دا مې زخم

چې مې پرېنږدې يوازې 

زما زړه کې ګرځي وهم

 

تسلي کې تلوار مه کړه

ما لږ پرېږده مخکې ځمه 

ماته بله ډالۍ راکړه 

زه په اوښکو څه کومه

 

مهربانه غږ دې اورم

زندګي ته مې زړه کېږي

داسې یم لکه په دښت کې

چې باران په چا اورېږي

 

دا ډېر عمر منتظر وم 

ددې ورځې د راتللو

چې زه ژاړم، او له تا 

سره څه نه وي د ويلو

 

وېرېدلې راته ګورې 

او ژړا وي درنه هېره 

لاس مې غاړې نه راتاو کړې

او دنيا وي درنه هېره 

 

راته ووايې هميمه

را په خود شه دا ته څه کړې

ژړا تا سره نه ښايي 

او که ژاړې نو ښه نه کړې

 

سر مې ونيسې لاسو کې

او پر خپل ځنګون يې کېږدې

يا خپه يې يا ډار شوې 

حس کوم دې ټوله رېږدې

 

په وېښتانو کې مې ګوتې 

تېروې، را ته غږېږې 

وارخطا يې راته ناسته

په خبرو کې بندېږې

 

د جدي ۹مه، ۱۳۹۷ کال، کابل