غزل

2020-09-21

هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لـــــرې ورتــــــــه وګوري روان شي


دا چې هره ورځ وركيــــــــږي دلـــــته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تــاوان شي

زړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نــــرى كړ
چې رقيب شړې نو هم زما ارمان شــــــي


په وړه خوله چې كــــــــوې لــــويه خبــــره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شي


د دروېش خاورې وجود به هم سره زرشي
كه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شـــي