زړګيه

2020-09-21

مهْ كوه زړګېه! د اغزو ډكه دا لاره ده
ځه چي په صلا د وخت په بله خوا قدم واخلو
مهْ منه چي نه منې ، زما خبره مهْ منه
ځه چي چرته ، تهْ غواړې په هغه خوا قدم وا خلو
تا به هر وخت ويْل په وياړ سره دا
چي وي د حورو خواښې مور د شهيد
ستا د رضوان په باب كي دا رايه وه
چي پېره دار دآ بس پر كور د شهيد
خو ماته خپلي ادې دا را ښوول
چي زويه تل اوسه د زور ملګرآ
چي د هېواد په سره لمن لګېږي
د هغه مست ژبغړاند اور ملګرآ
ما د هغې خبره و منله
او ستا بچَآ ستا په خبرو تېر ووت
ما ته د ګټي لار معلومه شوله
ستا لېونَآ ستا په خبرو تېر ووت
زهْ شوم زردار د خپل عمل په سبب
هغه تباه شو، هغه سر وبايلوو
ما جنتي ماڼۍ كړې ځان له جوړي
هغه د خپل ژوندون كوثر وبايلوو
د عشرتونو دا روښانه لمر به
خداى خبر اوس پر كوم اّسمان ځلېدئ
زما د تن په تـكو سرو وينو به
ګوره چي نن د چا څراغ بلېدئ
ورځه ورځه، ځان له بل ځاى وګوره
زهْ دي سايې ته د محل نهْ پرېږدم
تهْ خو له ما غواړې او بهْ او ډوډۍ
زهْ د خپل كور مخته ستا پل نهْ پرېږدم