زما په زړه کې که بتان وینې نو مــــــات یــــــې کــړه ته
دا بتخانه دغسې مه پــــریــــــږده، جومات یــــــې کړه ته
زه خو راضي ستا په رضـــــا یــــــم، پــــکې هیڅ نه وایم
که مې غمونه درته کم ښـــــــکاري نو زیات یې کـــړه ته
جهان انبــــــار کــــــړې رنـــګا رنګ وسلې زما ومــخ ته
وایـــــي دا خپـــل وطن ته یو سه او خیرات یې کـــړه ته
دغـــه رڼا به دې دهریوه محـــفــل څــــــراغ کـــــــــــړي
درد داولس واخله او برخه دخپل ذات ئې کړه تـــــــــه
د « درویش » زهر زهر ژوندخو ستا په مخکــــې دی نن
خواږه دشونډودې ورګډ کړه لږ او شات ئــــــې کــــــړه ته
۱۷ / نوامبر / ۲۰۰۱