هغه ورځ چې ستا په مینه کې آباد شوم
د خپل ځان له بنده ووتم آزاد شوم
ته لیلا شوې ما وطن په ډاګ کې وکړ
ته جذبه د بېستون شوې زه فرهاد شوم
ته چې شور شوې زه خاموشه زمزمه شوم
ته چې غلې شوې ، زه چیغه شوم فریاد شوم
خپلو پښونه مې د عقل زنځیر مات کړ
شنه وږمه د سرو ګلونو د هېواد شوم
د دونیا له سترګو خاوره ستا د پښو وم
ستا په سترګو کې بڅرکی د ایجاد شوم
زه له خپله ځانه تش شوم تانه ډک شوم
ستا له عشقه هم مرید شوم هم مراد شوم