2020-09-21
په هغه توره اوتبجنه شپه کې ،
چې تازموږ له کلي کډه وکړه
ما دې دتلو لاره ، په اښکو با ندې ووینځله .
او ستا دپله خاورې مې ،
په خپلو ستګو باندې ومو ښلې .
* * *
په هغه توره او تبجنه شپه کې ،
چې تا زموږ له کلي کډه وکړه ،
یوه ترخه او رژوونکې سیلۍ
پوله په پوله او کوڅه په کوڅه وګرځیده ،
اودخندا کلان یې ورژول .
له هغې شپې نه بیا تراوسه پورې ،
زموږ دکلي دبامونو په سر ،
څوک کشمالي نه کر ي ،
او دویالې په غاړه ،
ویلني نه ټو کیږی ،
او دګودر دشنې جلګې له پاسه ،
له سرو منګیو نه یوازې څو کودي پاتې دي .
* * *
له هغې تورې او تبجنې شپې نه ،
چې پکې تا له کلي کډه وکړه
دادی کلونه تیر شول
اودزمان دکتاب ډیرې پاڼې واوښتلې ،
نه بیا دکلي دبامونو په سر ،
چا کشمالي وکرل
نه دویالو په غاړه ،
ویلیني وټوکیدل
او نه ګودر بیا په منګیو ، پټ شو .
* * *
په هغه توره او تبجنه ښپه کې ،
چې ته له کلي لاړې
خندا له کلي لاړه .
ګلان له کلي لاړل
او اوس دکلي په آسمان کې ستوری نه ځلیږي ،
سپوږمۍ دوریځو تور ټیکری اغوستی
آسمان له ځمکې مرور ، ځمکه له ستورو ځنې ،
وږمه له باغه بیګانه ،
ګل ،
له بلبله ،
پردی .
هره شیبه اوهره ورځ ده دماتم کالیزه ،
دغم کالیزه ،
دستم ،
کالیزه .
کابل ۱۵ / ۴ ۱۳۶۶