2020-09-21
نوره دې نه یادوم ،
نور دې دکور له مخې نه تیریږم
نور دې کوڅه په اوښکو نه وینځمه
نوردې دکلي دچنار په ډډه نوم مه لیکم ،
نور دې دپله خاوري په سترګو باندې نه موښمه
اونور دې لاره دګودر نه څارم .
* * *
آرمان، آرمان هغه خوږي د انتظار شېبې مې،
چې ستا د زلفو په دار و ځړیدې.
آرمان، آرمان د هیلو تاندې نا زنینې غوټۍ
چې ستا د مینې په اور وسوزېدې.
آرمان، آرمان هغه د کلي د سنځلو ګلان
چې د نا پایه پسرلي په سهارونو کې مې
ستا د راتلو په لاره وغوړول.
اوله رنګینو امیدونو نه مې،
تا ته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،
خو ته یوازې د یوې شېبې، یوازې د یوې،
لنډې شېبې له پاره
زما د هیلو رنګینه ما ڼۍ ته ننوتې ،
بیا دې په سرو منګلو ،
زما د زړه په وینو،
زما د هیلو د ما ڼۍ په دیواله ولیکل،
چې دا جونګړه خو زما د اوسېدلو نده
او بیا د تل له پاره،
زما د زړه له کوره ووتلې.
* * *
نوره دې نه یادوم،
نور دې د کور له مخې نه تېرېږم ،
نور دې کوڅه په اوښکو نه وینځمه ،
نور دې د کلي د چنار ،
په ډډه،
نوم،
نه لیکم.
کابل ۱۳ ۷۰/۴/۱۹