د درد سکه

2020-09-21

ته د چړو په ګوتو
 زما د زړه په جېب کې څه لټوې؟
 پام کوه، ويښ يمه چې غلا ونه کړې!
.دلته د درد يو څو سکې پرتې دي
د عشق ټاپه ده لګېدلې په دې هره سکه
دا مې د زړه د خز انې پانګه ده
 خزانه مې لوټوې !؟
 هسې هم دا سکه په دې بازار کې نه چليږي

د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه - نور