غزل:ستوري درته

2020-09-21

ستوري درته خاندي او یــــو څــوک درتـــــه مـــوسېږي 
شکر دی چـــې ژونــد لــــرې او ســــترگـې دې غړېږي

گل د زړگــــي لـــونــد واخــــله د خــونـــد په پرخه پرخه 
غــــــوږ شـه چې د نیـــمې شپې بلبل په خوند غږېږي

مه ودرېــــــږه ځـــــــه ورســـــره کـیـــــف له مزل واخله 
ژونـــــد پـــــه مــــخ روان دی نه ودرېــــږي نـــه ودرېږي

ځه له خپل معشوق سَره په سره شال کې ورپټ شه 
لمر چـــــې پـــاس د غــــره سر تـه ور ورسي را لوېږي

غـواړې چـــــې امــــــېل شې د محبوب د دنګې غاړې 
ځــــــان دې نــــری تـــار کـــړه مـــرغلرې پــــیدا کېږي

زړه زړه چـــــې هــــنداره شـــي او پـــاکـــــه له غباره 
هـــغه وخــــت لــــه زړه نـــه زړه تـــه لاره ور تــېرېـږي

زه خــو ســـتا لَــوګَـــری یمــه ډکـــې ځــولـــۍ واخله 
نـــــن وي کــــه ســــــبا وي دلـــــونگـــــو لــو گـډېږي

وا یـــــــاره کـــــــاروانه لــږ یـــارانــو تــــــه وخت ورکړه 
چارې د نیــــــــمگــــــړې دنـــیاگـــــۍ نـــه تمــامېږي

سرطان ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

 

د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه - نور