خلک روان دي ځي د نوې هوښیارۍ په طرف
زه لا ولاړ یمه د مینې لېونۍ په طرف
ماته د مینې د جمال خالق په مخه راځي
باور مې دی چې دی زما د شاعرۍ په طرف
د زړبودۍ د بم په سرو تیږو مې پښه لګېده
په تللیو پلونو بېرته راغلم د ځوانۍ په طرف
یوې مطربې مې زړګی ، کړو سریندې ته ځونډی
نغمه نغمه ګرځي په تار تار د لیندۍ په طرف
زه د مورَکې وطن غېږه په مرګ نه پرېږدمه
دوی دې خواره واره روان وي د نړۍ په طرف
په شنه ورېښم مې چاودې پوندې ګنډم ځمه روان
د جنګ اغزیو کې د امن د غوټۍ په طرف
کاروان یو مخ لري خو دوې سترګې یې دوه طرفه
هم د غروب د لمر په خوا هم د سپوږمۍ په طرف
۲ عقرب ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل