غزل

2020-09-21

بدر نګه زمـــانه شــــوه ښــــکاري لال پـــه غـشـــوولي

دوروځو په پیو ند کې شینکی خال په  غشــــو ولي

رباب یې پــه زړه   وویشت د ښکلا سرود شهید شو

له درده راوتـــــلی ســـــراو تــــال پــــــــه غـشــــو ولي

شیشه په غشو ولي وژني روح دښــــــا پــــیـــــریــــو

د یوان راپار یدلــــي دي جــــمـــال پــــه غشـــــوولي

ما ښام یــــې دنـــــکـــر یـــــزو  په سروو ینو لمبولی

سبابه اختـــــــر وژنــــي نــــن هــــــلال په غشــــوولی

څو ک نه شي يادولای د یار نوم پــه تـــــرنـــــم کـــــې

دا دور دبتــــانــــــودی بــــــلال پــــــه غشـــــوولــــــي

داټول غشـــــي مـــــی بـیر ته پردې یو،زړ ګي لګیږي

سهیل په غشــــــوولـــــــي کـــــه شــــمال په غشوولي

تیارو شپو د سبا پر کاروان بیا کـــړی یــــرغـــــل دی

له ستړیـــو لارویــــو  نــــــه  مشــــــال په غشـــــــو ولي

۱۳۷۱ پیښور

د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه - نور