پر ما میَنه شوه د خیال ښاپېرۍ وا عالمه
ویې نمانځلم په دویمه ځوانۍ وا عالمه
میناتوري مې د زړګي پر پاڼه نوې کوي
په کې نغمه یې مجسمه نرۍ وا عالمه
ګلپاڼې ستا یې راته توري د شعر وا ګلابه
ماته یې راکړه د نرګسو نړۍ وا عالمه
راته را ویښ یې کړل دانه دانه ماشوم خوبونه
راته موسکي یې کړل ګړۍ په ګړۍ وا عالمه
د سپوږمۍ شپه ده د سوما د ګلو جشن ته ځو
را سره مل ده د غزل روهېلۍ وا عالمه
رنګ و خوشبو یې سره ګډ، وایي نغمې پې لیکه
راته یې ډکې د باران شیشه ګۍ وا عالمه
کړمه کاروان یې د شعرونو د زرغون سمندر
له سُر و تال یې راته جوړه بېړۍ وا عالمه
۲۹ سرطان ۱۳۹۸ کابل