غزل

2020-09-21

اوښکه ته يې مينه ته يې کيف د مـــــــــوسېدو ته يې
ناڅاپهشېــــبـــه د ســــــــره ګـــــــلاب د غوړېدو ته يې

ډک د مينې جام ته يې په سرو ســــترګو سلام تهيې
شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جـام د ماتېدو ته يې

ته مې لېونۍ خندا يې تهمــــــــې لېــــــــونـــــــــۍ ژړا
اخ جانانه زېـــــــــــــــری د دعا د قبلېدو تــــــــه يــــــــې

توره ته يې غشی تـــــــــهلــــــقـمان او جاليونس دی
زخم د ځيګر ته يې مرهم د رغـــــېــــــــدو تــــــــــه يې

تږی زه يملپه و اسمان ته د غـــــــوښــــتـــنـــــــــې زه
راشه په برېښنا کې تـــــــــــرنــــــــــــم د ورېدو ته يې

دلتهچې راغلي سوي لوي تښتېــــــــــدلــــــي دي
دې لېوني زړه کې حوصيله د اوسېدو ته يـــــــــې

دغلته يو ستوری دی او هاغلته بل ستوری دی
منځ ته يې راځه د فاصلو دورکېدو ته يــــــــــــــې

د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه - نور