له ګلابونو له نرګسو به یې ښکلې وایم
که سوله راغله زه به دغسې غزلې وایم
د چا له سترګو به کړم ډک راته کنډول د غاټول
د چا و څڼو ته به څانګې د سنځلې وایم
لکه د غره تنځری چڼ به کوم چڼ به کوم
پر دنګو څوکو به د شنو درو بدلې وایم
له دعاګانو به مې لپه ډکه ډکه لرم
نه به ښېرې کومه نه به هم کنځلې وایم
هر یوه ګل به وي په لاس کې راته غوږ نیولی
خوږه پښتو به بس په ژبه د بلبلې وایم