زرزري پڼې په پښو
د سپوږمۍ د پلوشو
شپه پسته مسته راتله
په ادا په کرشمو
نه غپا مپا د سپو
نه آواز ؤ د پيشو
د فطرت ماشوم ويده
په للو للو للو
خوبولي کاينات
په نغمو په الاهو
وه کراره کراري
غږ آرام ؤ د څپو
نسيم غلى را روان
له درو له سردرو
د سپوږمۍ ناسته مرغۍ
په چنار او په ناجو
ونې ونې په رکوع
څانګې څانګې په سجدو
لټېدلى ؤ سُرور
د ګلپاڼو له وږمو
ؤ فطرت نشه نشه
د قرآن په زمزمو
د ګرمۍ په لاس کې جام
د جنت د شنو اوبو
ډک منګي وو د شبنم
د غاټولو جينکو
رپول د نور وزر
په لکونو پرښتو
په ابهام کې پټ الهام
د ښکلا د فلسفو
ملاېيکې مېملنې
د ګلونو د غونچو
زه راوستى ومه خيال
له ماشومو کوټنو
ربه ته يې کړې رښتيا
دا مې خيال د آيينو
22-اسد-1391 کابل د روژې مبارکې 24 ورځ