پر اوږو د زړه مې ناستې خوا په خوا دي
د عدن دوې ملایېکې سترګې ستا دي
د دې دوو اصلونو سیوري سیوري سیوري
دا چې زاڼې په آسمان کې په هوا دي
د ښکلا په عرفات کې ما موندلې
ورکې شوې له آدم او له حوا دي
د سپوږمۍ د شپې بلبلې دي ور جار شم
دا چې ماته په نغمو او په دعا دي
د سپوږمۍ په شپه یې ورو، ورو غړپومه
دوې پیالې یې راته ډکې له سوما دي
اوس یې زه مرید یم دوی مې دي پیرانې
مریدانې د خوشال د مولنا دي
دا چې ماته یې راکړې ملنګي ده
د پاچا خواخوږي ولې وارخطا دي
د کاروان د سرودونو ارواګانې
دوې سندرې د یوې ورکې اوِستا دي
۲۶ سرطان ۱۳۹۸ کابل