د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه
اسدالله زمري دحاجي عبدالحمید زوي په ۱۳۳۳ لمریز کال کي دلغمان په ولایت کي زیږیدلي ،دلښکر ګاه دلیسي ترتمامولو وروسته ئي خپل لوړ تحصیلات دماستري تر درجي پوري دکابل پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو په پوهنځۍ کي سرته رسولي دې.
دهیواد په بیلا بیلو حقوقي ارګانو کي د دندې ترسره کولو وروسته په ۱۳۷۲ لمریز کال له خواږه وطن نه وتلو ته اړ شو او په المان کې ئې پناه وغوښته چې تر اوسه په دغه هیواد کې دپردیسۍ تریخ ژوند تیروي .
دي له ۱۳۵۶ کال راهیسي شعر لیکي اودهیواد په بیلا بیلو خپرونو کې ئې شعرونه خپاره شوي دي ، لومړۍ ځانګړې شعري ټولګه یې داوښکې اوسکروټې په نامه په ۱۳۵۶ لمریز کال کي دچاپ او خپرونې ددولتي کمیټې له خوا په دولتي چاپخونه کې چاپ اودوهمه شعري ټولګه یې دلمبو کلی دی چې په۱۳۷۹ لمریز کال کې ددانش په کتابتون کې چاپ شوې ده.