د ژړا په وخت کې اوښکې توئېدې پرون له سترګو. . خو،
قهقه ده چې جګیږی،نن ژړاسره له خـــــــــــــــــــــــــلکو
د ناموس او عزت نوم نه،ځارول سرونـــــــــــــــــــــــه ،ټولو
دانومونه لاړل ورک شول، له حیــــــــــــــــــــا سره له خلکو
میړنتوب او باتوري به تل ،خاصه وه د نــــــــــــــرانـــــــــــو
خصلتونه شول بدل نن، له دنیا سره،له خــــــــــــــــــــلکو
خواخوږي په چا کې نشته هره خوا د ځان ســـــــــــودا ده
غمخوري ده ورکه شوې له عزا ســــــــــــــــــــــــره،له خلکو
مور د زوی په تېغ حلاله،خور د ورور په ګولۍ مړه ده
چې آدم (ع) دی نن هېرشوی له حـــــــــــــــــواسره له خلکو
سره ټـــــــــــول دښمن،دښمن دي له انسانه لیوه جوړ دی
محــــــــــــبت پــــــــــــــه اورکې سوځي،له وفاسره له خلکو
دروغ زوال وو دایـــــــــــــــمان تل،په نظر دهرمومن کې
نن ایمان ده کډه کړې،لـــــــــــــــــــــــــه رښتیاسره له خلکو