د یوې دنګې ونې ښکلي ښاخ کې،
یوه مرغه ځانته له مېنې نه کړه ځاله جوړه ،
نه ئې د ولږې څه سوچ وکړ اونه هم دتندې ،
نه د یخنۍ او ګرمۍ .
په ورځو ورځو او په شپو شپو ئې
ګرمه ، تبجنه ، هیله منه سینه
په هګیو ومښله
څو چې بچي ئې وشول،
دانه یې راوړه او بچي ئې الوتو ته جوړ کړل.
خو یوې تندې سېلې ،
بچي له ځالې نه را وغوځول
نه الوتی شول پورته ،
نه ئې په مځکه د ژوندون وس درلود ،
خوار او حیران ئې په حسرت د ځالی لورته کتل ،
او د مور ګرمه غیږ ئې تل یادیده...
د زمانې سیلېو
د ګران وطن له غیږې،
مونږ هم ددوي په شانې؛
لاندې ګوزاره کړلو .