لار ورکی

2020-09-21

سترګې مې   نه وی  خلا صې کړي   چې د مور  په نس کې ،

زما غوږونه   د چاودنو    کڼونکو   غږو    وچوول ؛
او ما تر   خپلې ژړا    وړاندې:
                   یوه    سوزناکه   کریکه،
                         چې مې   د مور   په   بدن
                                   د توغندي    له   ټوټې
                                         د  ټپ  له   سوزه   جګه  شوې  وه
                                                        هم    واوریدله؛
او د   شیدو   له خوند   نه   وړاندی
ما  د  دردونو او   د وینو   مزه   وڅکله،
مور  مې ټپې  شوه    او زه   وزیږیدم.
ټول    چا پير یا ل     زما   لمبه لمبه    وو ؛
           ماته   د  ګلو   د غنچو   پر ځای    لمبې   ډالۍ شوی
او د  باروتو........
د  لوګيو.......
د   انسان   د کباب شويو   غوښو   تند   بويونه .
زما   خوښۍ  کې   چا   توپک   ونه ويشت ،
خو   د راکټو   او بمونو.....
د    دهشکو او  هوانونو....
د   ماشېندارو   او   ماینونو،
                 وحشي   او   جګ غږونه ؛
                له   هرې خوا    نه     راتلل؛
زما   خوښۍ   کې   چا   خندا   و نه کړه،
             د کریکو...
            چیغو ...
           ساندو.....
           او له سوزه   ډک    ډک   د ژړا غږونه ،
                         له   هرې   خوا    نه راتلل؛
د   ټپي   مور   له سینې،
ما له شیدو   سره   د وینو   ډک غړپونه   کول.
د   ټپي  مور له   غېږې،
ما   د   دردونو، عذابونو احساس کوه.
د   ټپي  مور   له شونډو؛
ما   د   خنداو   په ځای،
                     او  خپل   ماشوم   ته    د یوې مور د موسکاوو په ځای؛
د غاښ چیچی ،
او نا لښتو  ترخه   سیلونه  کول.
                          ××××××
اوله ورځ   د   ژوندون ،
                     دغسې پیل   کړله ما.
سبا    ته    پوه   شومه چې :
          پلار مې د   جنګ    توری بلا خوړلی
           او د   خپل ورور   په لا سو،
           د بل    د  تور تو پک   د  خولې   نښه شو؛
تره مې    هم   ګوډ وه   او    پښه یې    نه وه؛
ماما مې     تل بهر     وو،
د کور   په  ځای یې   همیشه   په غرو   کې    ژوند تیراوه؛
د نیکه   سترګه   مې    وړنده   په ګولۍ؛
نېا  مې   له   ډیره   غمه ،
        ډیره ذهیره او   زړه ښکاریده.
او د وحشت    سپیره   ګردونه    مدام،
زما   د ورور  او   خور   پر   مخ پراته وو.
د ترور ، توړۍ نومونه ،
ماته    تر اوسه    پورې،
لا کوم   مفهوم نه لری؛
ما دوي   هیڅ   ونه   لیدل   اونه هم   نور   کوم خپلوان.
                                 ×××××
چې د   خاپوړو  شومه
او   لږ د لوبو   شومه
نومې مرمۍ،خول، نارنجک او یا توپک لیدلی،
یا مې تور ټانک، راکټ او یا خالی پوچک لیدلی ،
             په مدرسه کې یې ماته
              لوست  د وژلو   راکړ   ،
شمیرمې بیا  هم له توپکونو ، راکټونو او بموسره وو
یاله تپیانو ،شهیدانو ، مردار شویو او له مړو سره وو .
ماته یې   دا وښودل:
که دوه   کافره  مړه کړو
      نوبه   له   لسو ځنې ،
      اته ګولۍ  ځانته خوندی ولرو.
مکتب  ته   تللی نه یم،
پوهې بللی نه یم،
هیڅ چا ګڼلی نه یم؛
پرته له خوارې مورکۍ
چې غیږ کې یې ونیولم
اود خپل   ستړی ژوندون،
او خپل  د سوی   ژوندون،
دتالا شوی او لوټ شوی ژوندون
       د ستومانۍ   د    ورکېدو   په هیله
       د یو   سکوت  او سوکالۍ
     اود یو  ژوند
              د انسان ژوند ته
                         درسیدو په هیله؛
له ملکه وویستلم
        ××××××
سترګې مې خلا صی شوی د غرب دنیا ته
                    دغه زرین مرغه ته ؛
                           او په پردې فرهنګ وروا ښتمه ؛
زما په سترګو کی لا ،
     دا توان نه وو چې زه ،
      هر څه روښانه، هر څه ښه ووینم ؛
             زما د ذهن په خالې کوڅو کې ،
              د غرب د شور اود غوغا غږونه ،
             د بې پایانه ښادۍ ،
             د بې پردې او بې وسواسه بد مستۍ شورونه ؛
هره خوا وغځیدل .
              او زه لار ورکی شومه
              اوس سرګردانه ګرځم ،
              نه مې وطن چیرته پیدا کړ نه مې مینه ورته ،
            نه مې د پلار سیوری ته کښیناستم په مینه چیرته ،
            نه مې د ورور  او خور په مړینه شوم غمګینه چیرته .
             نه مې څوک خپل ګڼی اوس
            نه مې د بل ګڼی اوس ،
خو زه د سوی ، تالا شوی هیواد ،
         د ځپل شوی هیواد ،
        د یو ه هیر شوی او له نړۍ نه نفرین شوی هیواد....
           افغانستان اولاد یم
          سوځمه ، ژاړمه تل
         نو ځکه تل نا ښاد یم