د مــــینـــــــــې مـــــــعرکـــه کــــې شــــه غلام دتوروسترګو
چې ســـــل کـــــارهکــــــوي هــــلـــتـــه کــــلام د ستـــــــرګو
هـــــرڅـــــــوکـــه فا صلې وی لیري لارې ورکې ،ورکې
را لنډی تر قــــــــــــــدم شی په یوه ګام د توروسترګو
له غیر اوله غــــــــــــمــــازه که ئې پټه ساتل غواړی
ریبار اوقا صد هیر کـــــــــــــــړه شه غلام د توروسترګو
د ننګ او د نا موس قــــصې ، د پوهې ، عقل څریکې
شي هیري په یو دم کــــــــې، په سلام د تورو سترګو
جوړه دنیاوی پریږده کــــــــــــه د ګټی په تلاش ئې
د ژوند په بیعه وپیله بــــــــــــــــــــادام دتورو ستر ګو
د تورو او توپکو زخم روغ بــــــــه پـــــــــــه دارو شی
تازه په زړه پر هر وی تل مدام د تورو ستـــــــــرګــــو
دنیا ئې په یوه ایماء چپه شی او راستــــــــــه شــــی
د هغو چې په لاس کې دې زمام د تورو ســـــترګـــو