پردی وطن هــوا ســړه وه خــــوخـــــوږه خوږه وه
تبجنه غېږه کې مې شپه خــــو خــــوږه خـــوږه وه
دسرو شرابو کـــيـفيت هسې مقــــــام تـه بوتـــلم
جنت مې هېر ماته توبه وه خــوخــــوږه خــوږه وه
موږ په تلوار تلوارله يـــو بـــله جـــامـــې ووېستې
هوس ياغي حيا ويـــــده وه خـــوخـــوږه خوږه وه
ما يې په سپين مخ و جوړ کــــــړی دمچکو باران
پسته مسته وه پاغونده وه خــــو خـــوږه خوږه وه
يودبـــل خوله کې مـــو په مـينه مينه سا اخيسته
جلئ خوږه خــولـــګۍ وه خــو خــــوږه خوږه وه
دې هم موښـــلې زمـــا پـــه شونډو دانارو څوکې
لکه سکروټه تکه سره وه خو خـــوږه خـــوږه وه
لکه مـــاران يو لـــه بــل تــاو نڅا مو کړه په هنر
ټيپ کې چالان نرمه نغمه وه خو خوږه خوږه وه
دعشق له نوم يـــې نــوم اخیــــستی له پخوا زمانو
«لفوف»دښکــلو ښــاريه وه خــو خوږه خوږه وه
پـــه سپينه ږيره رســوا کـــــېـږم،کـــسر نه ليکمه
بس دځــوانئ يــوه کيسه وه خـــوخوږه خــوږه وه.
«لفوف» د اوکراین يو ښکلی لرغونی ښار دی
جنوري 2020 لونګبي ډنمارک