غزل

2020-09-21

بې مینې بل څه  نه  وینم ډیر ګران راته جــــــــــــانـــــــــــان دی

چې سترګې هر خوا اړوم ډیر جهان راتـــه جــــــانــــــــــان دی

دلدار یم زه پخپله چې یې ساتــــمـــــــــه پــــــــــه زړه کـــــــــــې

اسره مې ډیره ښکلې ده ارمـــــان راته جـــــــــــانــــــــــــــان دی

تصدیق مې دذړګي دی دا اقرار کـــــــــوم  پــــــــــه ژبــــــــــــــــه

پــــــــه مینه کې مؤمن یمه ایمان راته جـــــــــــانــــــــــــــــــان دی

قاضي کتاب دې  ټــول کړه  هیڅ ترې نه یمـــــــه منـــــــــــــکر

دیار په سر قسم  لکه قـــــــــران راتـــــــــه جــــــــــانـــــــــان دی

ماهومره مینه وکړه چې تو پــــیـــــــــر شـــــــــــو رانـــــــــه ورک

اوس ځانته کله وایمه  چې ځــــــــان راته جــــــــانـــــــــــان دی

دسترګو په هندارو کې مې ویني خپــــــــــل تصــــــــویــــــــــر

داځیر چې راته ډیر ګوری حیـــران راتــــــــه جـــــــانــــــــان دی

پــــــــــروا مـــــــــــــې نه دغــــــــــلو شــــــــي نـــــــه دشپو نه دمیرو

ســـــــــالار دمنزلونو دکاروان راتــــــــــه جــــــــــــانـــــــــــــان دی

جـــــــــنــــــــت ته یم روان سره دډیرو ګــــــنــــــــاهـــــــــــــــونـــــــــو

کامله عقیده لرم رحـــــمَـــــن راتـــــــــه جـــــــــانــــــــــــــان دی

ما « ننګ »  څومره  اسانه کړو پیدا دښــــــــــکلــــو کــــــــــور

دزړه په وره لیکلی مــــــې جـــــــانـــــــان راته جــــــانــــــــان دی

اکتوبر 2005

دنمارک