غزل

2020-09-21

ای انسانـــه عـجـب شـې ئـې نـیمه مینه نیمه کرکه

هم هوښیار هم لیونې ئې نـیـمـه مـینـه نـیـمـه کرکه

کله کاڼې د سارا ئې نه پــوهــیـــږم څـــه بـــلا ئــــــې

کله گل نه هم تنکی ئې نــیــمــه مــینه نـیـمه کرکه

دوه دښمن ستا په فرمان دي یو خونه کې بندیان دی

ته زندان ئې که زړگې ئې نیمه مینه نیمــه کــرکــــه

هم خپلوان لرې کوې شې هم پردي را خپلوي شې

ته هم خپل ئې هم پردې ئې نیمه مینه نیمه کرکه

کله تــریــخ لــکـه ذقوم ئې کله شات کله نبات شې

د گلاب سره اغـــزی ئــې نــیـــمــه مــینه نیمه کرکه

کله لوړ تر پریښـتــو ئـــې کـلـه ټــیــټ تــرځــنــاورو

کله ديو کله سړی ئې کلــه نـیـمـه مـیـنـه نـیمه کرکه

په اوبو کې په هوا کې هر ځای ته ئې په دنـیـا کــې

جــادوگــر یــې کــه پــیرې ئې نیمه مینه نیمه کرکه

هم غضب ئې هم نفرت ئــې هـم سرور هم محبت ئې

څومره ستر څومره کوچنې ئې نیـمـه مینه نیمه کرکه

ننگه څنگه دې پیونـدکــړه گــنډیري کې نرگسونه

راته ښکاري پسرلې ئې نـیـمــه مـیـنــه نــیمه کرکه

مارچ میاشت  ۲۰۰۵