غزل

2020-09-21

بـــس دی مـــلا نـــور راتـــه مــکړه د ثــواب خــبـــــرې

ستـــا لـــــه ثــــوابــــه پــیـــداکیـــږي د عـذاب خـبرې

 

بیــــــګا بې خــــونده مــحتـــسب یو څو خبرې وکړې

په مــیـــخانه  کــــې چـــا دي کـــړې د مــحراب خبرې

 

ســرېې کـوچنـې دی ساقي شیخ ته شراب مه ورکوه

پـــه منــــګو ټې کــــه نـــه ځائیږي ددریــاب خـــــبـرې

 

چــــې را پــــه یـــاد دژمي شپې شې او حجرې د کلي

تـــــودې مــې زړه کې شي د چنګ او درباب خبرې

 

هــغــه ښایــسته ښــکلــي وخـتونه خلکه بیا نه راځې

یــوم البـــد تــرنــه چــې راوځـــي د کتـــاب خـــــبــرې

 

تا کـــــړې ورغـــبرګې د صــحیـح او د بالکل په ټکو

چـــې رقیــبانو کـــړې شـــروع زمـــا په باب خـــــبـرې

 

دزړه وطـــن مـــــې هســې وریت شـو د ستــم په لمبو

ظالــــم پــکې ورته وهـــي کــــوي کــــبــاب خــبــــرې

 

هـــر پــیــج وتاب ئې اړولـــی یم پـــه تور او په سپین

چـــې دې کـوي زلــفــې په مخ د پیــچ و تاب خــبــرې

 

سزا دې څـــلـــه ننــګ تـــه ورکــــړه پــه نه کــړې ګنا

ستــا په حــضــور کــومه عـرض کوم جــناب خــبــرې

۵ / ۲ / ۲۰۰۵