غزل

2020-09-21

په بــــیـــړه بیړه چیرته لاړه وارخـــطا تېـــره شـــــــــــوه

ځــــــواې د عمر په اسمان لکه برېښنا تیــــره شـــــوه

 

خــــلـــک په ســابـاندې ژوندي وي زه حیران یم ګلې

مــــــا ته سلـــــګۍ شوه هغه ساچې بې لتا تـیره شوه

 

د ستـــــــا د تللو نه پس ما ته خپل زړګې وه لـــــــګېا

ښکلــــــې وه ډیره خو افسـوس چې بې وفا تـیره شوه

 

درقیـــــــب مخکې جانان و پوښتلم حـــال دې څه دې

زړه پــه ژاړه شو خو په شونډو مې موسکا تیره شوه

 

د زړه وطــــــن کې مې شنه پاڼه چیرته پــــــــاتـه نه ده

سپیره سیلـــــــۍ مې د خزان په چمن بیا تیره شــــــوه

 

ځوانې مـې شــــمــه کړه دلارې دوفــــــــا پـــــــــه لـــټه

هغه پیدا نشوه ځـــــوانــې مې هم تبــــــا تیــــــره شوه

 

مـــــــا غریو نیولې ورکاتــــــه که پې لږ پام شې راته

هــــغـــه کوترې غوندې لوړه په هــــــــــــــوا تیره شوه

 

نــــــنـګ خو په مینه کې د سر او ځــــان پروا ونه کړه

لیـــــلـې مغروره پښتنه وه بې پـــــــــــروا تیـــــره شوه