غزل

2020-09-21

خیاله د ذهن په اسمان مې لمــــــــــر راوځـــــــــلوه

په دې تیاره شانته جهان مې لمــــــــر راوځــــــــلوه

دین ئې منبع درڼائي خپله تیاروته نــــــــــاست دی

په دې شو کوره مسلمان مې لــــــــــمر راوځــــــلوه

چې ښه  ذلیل او ښه رسوا کړم مجازې خــــــدایان

خدایه زور راکړه په ایمان مې لمر راوځـــــــــــــلوه

دا پیړ ۍ  شپه راته سبا کړه مړي پــــــــا څــــوه نور

په دا ویده کور د افغان مې لمــــر راو ځـــــــــــــلوه

راشه رڼې تڼۍ د اوښکو مې ښې وبـــــــرېـــــــښوه

په دا ریښې ریښې ګریوان مې لمر راوځــــــــــــلوه

د بیلتون توره شپو مې وخوړلې ټـــــولـــــې اسرې

ښګلی سحر شه په ارمان مې لـــــــــمر راوځــــــلوه

د یارانې کیسې سړې محـــــــــبت کــــــــډه وکــــړه

خدایه  په کلي د جانان مـــــې لــــــــــمر راوځـــــلوه

سالار دی پل په پل روان له داړه ماروســـــــــــــــره

خدایه په بې وسه کاروان مې لمــــــــر راوځــــــلوه

د مصر لارې ته مې دوه سترګې څلور پاته شـــوې

راشه دمینې په کنعان مـــــــې لمــــــر راوځـــــــلوه

په ټول جهان راته خوره کــــــــړه د پښـــــتو سـندره

راځه راځه پــــــــه یـــــــاقـــــربـــان مې لمر راوځلوه

ننـګ د ماضي پاڼوکې پټ یم ګوره ورک خونه یم

حـــــالـــــه پــــه تېر او هېر دوران مې لمر راوځلوه

2006 / 10 / 18

ډنمارک