غزل

2020-09-21

ځان تـــــــه چـــــــې مین و ایي که ځان لري

ور دې کړي پـــــــه مــــــینه چي جانان لري

 

رنګارنک خورې کـــــړي پــــــــلوشې په مخ

خوندئې د سور ټیک سره پــــــیزوان لري

 

تاوې ماکړه هېره ځه خپل ژونــــــــد کــــوه

ژوند بې له سا، یاره دا امـــــکان لـــــري؟

 

ځار ئې له اغزو شم حفـــــاظــت یـــې کړي

بڼ د مینې څه ښکلي ګــــــــلان لــــــــــــري

 

خـــلاص ئې کړلو کاڼي زما په خوار وطن

نـــــور بـــــه پـــــه لمـــن کې څه اسمان لري

 

نه رسي ماشوم ځــــــوانــــــــیمرګۍ پورې

داچپه نــــــــادودې چــــــــې دوران لـــــــري

 

څــــــومـــــــره ارمــــــانــــونه لاړل خاوروته

نور به سپېره خاوره څـــــــه ارمـــــــان لـري

 

هېرد مســـــــافـــــر شــــــي ټول غمونه نور

زړه چي د وطن په غم پـــــــریشـــــان لـــري

 

وران ئـــې کړو په ګډه د "ننګ " جوړ کلی

خداي دې ټــــول جهـــان دغسې وران لري

سپتمبر ۲۰۰۶ دنمارک