غزل

2020-09-21

روژه مـــــې کـــــــړلــــــه ټینګه خو اختر مې مرور لاړ

پردیس لالې مې ګــــوره څــــــــه بې قدره در په درلاړ

 

ما وې چې د پردونه به خــپــــــل غــــــــوږ بیرته ګټمه

خــــــــبـــــرنـــــه وم له حال چې په خپلوکې مې سر لاړ

چی غـــــشـــــوئـــــې دمـــن و یجاړول لوی هیوادونه

کـــــــــروړ هیبت مې ولې له ز‌ابل او له سپین غر لاړ

ویده پـــښـتون ویښ نه شو که هستې یې شوه لیلام

اواز د بـــــــربـــــــادۍ یـــــــــــې ددنیا نه تر محشر لاړ

دسترګو چینې وچې شـــــوې پـــــــه ډیــــرو ژړا ګانو

دوســــــــوم غــــــــــږ مې پورته د چنار اوله ګودر لاړ

نظـــــــــر مـــــــې پـــــــه اوږ دو لارو دیار د تلو نه پس

تر هغه بورې لاړه چـــــــې لـــــه ستـــــرګو مې نظر لاړ

چــــــې زړونــــــه ئـــــــې بـایللي په دنیا مینان ډیردي

زما غوندې به څوک وي چــې هم دل هم مې دلبر لاړ

پــــــــــه تــــورو غرونو واوښته پرپوتې به وي چیرته

چاوې چــــــې زموږ  ننــګ هم لکه لمر د مازیګر لاړ

د کوچنې اختر لومړی ورځ  ۲۰۰۵