غزل

2020-09-21

غــــمـــه راځـــــه دا دې مالت دې چیرته لاړ چې نشې

زړګی مې تا ســــــره عادت دې چیرته لاړ چې نه شې

 

راځــــــــه راځــــــه مـــــزې کـــــــوه زما د زړه په غوښو

کبـاب د عـشــق پـه حرارت دې چیرته لاړ چې نه شې

 

زمـــــــــــا دمیـــــنـې ړنګ وطن کې به آخر کړې پیدا

ګنچ له قدیمه روایـــــــت دې چــیـــرته لاړ چې نه شې

 

نور د پردیو منت مه وړه بــــــخـــتـــــــــوره غـــــمـــــــه

جوړ مې خپل کور کې عداوت دې چیرته لاړ چې نه شې

 

زما پـــــــه قــــتــــــــــــل د قصاص سزا هم ما ته راکړه

ما دې منلې قـــــضـــــــاوت دې چیرته لاړ چې نه شې

 

پــــــــــه ګل خپه مه شې د عمر خوشخالې مې واخله

بې لتـــا تیر که کوم ساعت دې چیرته لاړ چې نه شې

 

زړګــــــیـــــــه جــــوړ دې کړه مزار په ځونیمرګو هیلو

ستا بل زیارت ته څه حاجت دې چیرته لاړ چې نه شې

 

ننــــــــــګ چې دې ساتې نازولی دزړه کور کې مدام

غمه بـــــــــل نوم دې محبت دی چیرته لاړ چې نه شې

۱ ۱ / ۲۰۰۵