غزل

2020-09-21

پــــــه زړه را نــــنــــو تـــې یــــاره پــــه خیـر ستړی مه شې

درته وم ډیر سترګې په لاره پــــه خیر ستړی مـــــه شـــې

بغیــــــر له تا نه پر ما سخت د ځنکندن غــــونـــــــدی و

تــــوبـــــه تـــــوبـــــه له انتظاره پــــه خیـــر ستړی مه شې

زمــــا د زړه په ســــــــوي ډاګ دې ډیر ثـــــواب وګټــــــه

له کــومـې خـــوا راغلې  بهار ه پـــــه خیـــر سړی مه شې

دزړه مالــــــت کــــې مـــــې کـــــرلــــي د لمــــیو ګلــــونه

ما دی فرش کړی ستا لپاره په خیر ستــړی مــــه شـــــې

دزړه پــــــه تخــــــت مـــــې جلــــــوس وکوه فرمان راکوه

زه دې رعیت ته مې سرداره په خــــــیر ستـــــړی مـه شې

نه ئې لوګې نه ئې لمبــــی پـــــه ستـــرګـــو ولیـدې چــــا

عشقه قربان دې له انګاره په خیر ستـــــــړی مــــه شــــې

زما د ښــــکلـــي وطن خیاله خدای دې ساتـــــه مـــــدام

له بـــــدو ستــــــرګــــو دا غیاره پـــــه خیر ستړی مه شې

د « ننګ » له سیمې نه لږ وشـــړه داتـــــورې تـــیـــــارې

ای مـــــړینه سپیـــــن ســــهــــــار په خیرستړی مــــه شې